کوچيان د تاريخي آبداتو او لرغونو ساحو په ساتنه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سره همکاري کوي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۱:۴۳
کوچيان د تاريخي آبداتو او لرغونو ساحو په ساتنه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سره همکاري کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د کوچيانو چارو د سمون له ادارې سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې یې کوچيانو د تاريخي آثارو او لرغونو ساحو په ساتنه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
دغه هوکړه ليک د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير او د کوچيانو چارو د سمون ادارې لوى رييس حبيب الرحمن لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل: کوچيان د هېواد د اوسېدونکو يوه برخه او لوى قشر دى چې د هېواد د نورو اوسېدونکو په شان له ټولو امتيازاتو برخمن دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: د دغه هوکړه ليک پر بنسټ، له کوچيانو څخه غواړو چې تاريخي آبداتو او لرغونو ساحو ته پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې د ښو او نېکو عنعناتو د پراختيا، پياوړتيا، رواجولو او فرهنګي چارو ته د لاسرسي په برخو کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي او موږ هم په خپل وار کوچيانو ته د يو کتابتون د جوړولو او د کوچيان فرهنګ د پراختيا او پياوړتيا په موخه به د فرهنګي غونډو د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړو او پروګرامونه به جوړ کړو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په هېواد کې د تاريخي آثارو شتون او ثبت ته په اشارې سره وويل: په ټوليزه توګه په دغه وزارت کې ۵ زره تاريخي آبدې ثبت شوې دي چې د هغو له جملې څخه ۳۰۰ یې مرمت او ترميم شوې دي.
د کوچيانو چارو د سمون ادارې لوى رييس حبيب الرحمن د کوچيانو د عنعناتو په اړه معلومات ورکړل، ويې ويل: دا د دواړو بنستونو ترمنځ د همکاریو يو تاريخي هوکړه ليک دی چې د هغه له مخې کوچيان د تاريخي آثارو او لرغونو ساحو په ساتنه کې ځان مسوول بولي او په دې برخه کې به کوچيان له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.

کابل / د ليندۍ١٣مه / باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS