پکتیا کې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ غوڼده وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۲۰
...

د پکتیا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د ځوانانو تر منځ د فکري مبارزې پیاوړتیا، یووالي او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: ځوانانو د تېر اشغال پر وخت د فکري مبارزې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، همدغو ځوانانو د ولسونو ذهنونه روښانه کړي او بې سارې قربانۍ یې ورکړي، دوی ته اوس هم غټ مسؤلیت ور په غاړه دی تر څو د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه بریالۍ مبارزه وکړي.
نوموړي له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي نظام اوسنۍ هیلې پوره کړي، پر فکري مبارزې زیات تمركز وکړي، تر څو د پردیو هر ډول بې ځایه تبلیغاتو، تعصباتو مخنیوی شوی وي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت مشاور او لیکوال عبدالخالق خالقیار احمدزي د ځوانانو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: پکتیا کې د رسنیو او ځوانانو فعالیتونه ډیر ښه روان دي، نوموړي ځوانانو ته داډ ورکړ، چې د ستونزو حل لپاره به يې په لوړه کچه کار کېږي.
ورپسې ځوانانو په خپل وار د ښې همغږۍ، یووالي او د فکري مبارزې د لا ښه والي په موخه خپل نظریات شریک کړل او مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د هغوی لپاره باید وخت ناوخت سیمینارونه جوړ شي او هغه ځوانان چې ژباړې او نورو برخو کې ښې وړتیاوې لري زمینه ورته برابره شي.
په پای کې مسؤلینو ځوانانو ته د هر راز همکارۍ داډ ورکړ او ویې ویل: چې د هغوی هرې ستونزې او غوښتنې ته حل لارې پيدا کوي.

۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS