جوزجان کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۵۴
..

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له لوري د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف‌ الدین معتصم د یادې غونډې جوړیدو څخه موخه د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل یاد کړل او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ټول توان سره هڅه کوي، چې د سیاحتي شرکتونو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
د نوموړي په وینا؛ هېڅ سیاحتي شرکت د جواز څخه پرته د فعالیت حق نه لري او له هر ډول غیر قانوني فعالیت کوونکي سره به جدي او قانوني چلند وشي.
د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو هم خپلي ستونزې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره شریکې کړې او له یاد ریاست څخه يې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS