په هرات کې د شيخ ابو الوليد آزاداني تاريخي آرامګاه او جومات تر مرمت لاندې دي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۱:۴۷
په هرات کې د شيخ ابو الوليد آزاداني تاريخي آرامګاه او جومات تر مرمت لاندې دي

د شيخ ابو الوليد آزاداني د آرامګاه او جومات د مرمت کار په راتلونکو اوونيو کې بشپړېږي.
د شيخ ابو الوليد آزادني (رح) د آرامګاه او جومات د ايوان يوه برخه چې د تېرکال په ژمي د باران په اورښتونو کې زيانمنه شوې وه، په وروستيو مياشتو کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر مرمت او بيارغاونې لاندې ده.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان باختر آژانس ته وويل چې دغه تاريخي څلى د ابو الوليد زيارت د متوليت د مالي ملاتړ او د هرات د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم آمريت تر مستقيمې څارنې لاندې د ترميم په حال کې دی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دوه کاله مخکې هم د دغه تاريخي څلي د ساتنې او څارنې لپاره لومړني ترميمات ترسره کړي وو.
د دغه مهم تاريخي څلى چې زيات لرغونتيا لري، د بنسټ ډبره د آلکرت په وخت کې اېښودل شوې وه او د تيموريانو په دوره کې هم په اساسي ډول ترميم شوی و.
د تيموريانو له دورې وروسته تر وروستيو کلونو پورې دغه څلي ته کومه پاملرنه نه ده شوې، خو په وروستيو مياشتو کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د نورو ستر پروګرامونو په لړ کې دغه تاريخي څلي تر ترميم لاندې نيولی دى چې کار به يې په راتلونکو اوونيو کې بشپړ شي.

کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د تخار ولايت د لوړو زده کړو موسسو له مسؤلينو سره وکتل!

یک‌شنبه (۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله انصاري د ياد د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو له مسؤلينو سره له ځوانانو د ملاتړ او د بېوزله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غور لوړو زده کړو موسسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

یک‌شنبه (۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم د غور ولايت د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي له رئيس پوهنيار استاد جمعه خان پژمان سره په تاريخي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۴
Background image

د میدان وردګو د نظامي محکمې مسؤلينو له مجاهد موزیم څخه ليدنه وکړه

یکشنبه( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د نظامي محکمې قاضي او میدان وردګو ولایت د امنیتي شورا غړي الحاج مفتي سعيد د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه. . .

BACK TO NEWS