تخار کې سلګونه تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
XDFTY

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر وایي چې د دې ریاست وړيا ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته د عربي ژبې او کمپیوتر پرګرامونو په برخه کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، ترڅو د ورته نورو برنامو په مرسته د ځوانانو علمي ظرفیت لوړ او دوی د علم  ترلاسه کولو ته وهڅوي.
يو شمېر  ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې ډول برنامو جوړولو څخه د مننې ترڅنګ دې ته د ورته نورو برنامو جوړولو غوښتونکي هم شول.
د یادونې وړ ده، چې تېر ژمی هم د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۴۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي ژبې او کمپیوتر پرګرامونو څخه فارغ شول.

۱۴۴۶/۱۱/۵ ه‍ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS