لوګر کې د څرخ ولسوالۍ شهیدانو د کارنامو را تولولو په اړه غونډه جوړه شوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۵:۱۰
داتت

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د څرخ ولسوالۍ د شهيدانو د کارنامو او خدمتونو را ټولولو په اړه غونډه جوړه شوه.

غونډې ته د وينا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: د تېر جهادي بهیر د یادښتونو ساتلو لپاره د منظمو معلوماتو راټولو لړۍ روانه ده، تر څنګ يې د لوګر د جهادي موزیم جوړولو لپاره هم هڅې روانې دي، مجاهدین دې د دغه موزیم په بډایه کولو کې زموږ سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست تاسيس شو، ترڅو په ټول هېواد کې جهادي موزيمونه جوړ او د انګريزانو، شوروي ښکيلاک او امريکايي اشغال پر وړاندې د ترسره شويو جهادونو آثار پکښې خوندي کړل شي، همدا راز د شهيدانو سوانح، مېړانې او سرښندنې، ياداښتونه او کارنامې راټولې او په ليکلې، تصويري او ويډيويي بڼه يې وساتي، تر څو راتلونکي نسلونو ته د يوه زرين تاريخ په توګه ورسيږي، یاد رياست په هر ولايت کې په خپله استازولۍ امریتونه او مدیریتونه لري، چې له ولاياتو پورته ذکر شوي موارد راټول او په ولايتي جهادي موزيمونو کې يې خوندي کړي.

ددې ترڅنګ د شهیدانو سوانح مرکز ته را لیږي چې دلته بیا په منظم شکل ترتیب کیږي او ارشیف کې خوندي ساتل کیږي.

 

۱۴۴۶/۱۰/۲۹ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS