د ترکیې کلتوري استازي د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱:۲۴
VB

سه‌شنبه ( ۱۷ د شوال المکرم ۱۴۴۶)  په افغانستان کې د ترکیې کلتوري استازي ښاغلي محمد امره الپای د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت‌الله منتظر، د وزارت مقام د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس شفیق احمدزي او د یاد ریاست آمرینو هم حضور درلود.
دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستانه اړیکو ترڅنګ د کتابتونونو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي الپای د عامه کتابتونونو رياست د فعالیتونو ستاینه وکړه او د لا ډېرو همکاریو ډاډ یې ورکړ، همدا راز نوموړي د کتابتون له بېلابېلو تالارونو هم لیدنه وکړه او د جریدو او مجلو تالار د سمبالښت په برخه کې یې د مرستې ژمنه وکړه.
د لیدنې په پای کې ښاغلي الپای ته د عامه کتابتونونو ریاست له خوا یو شمېر کتابونه هم ډالۍ شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS