تخار کې د امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۴۱
dd

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له لوري د دې ولایت د امارتي ادارو ویاندویانو او سیمه ‌ييزو خبریالانو سره د همږغۍ ناسته  وشوه.
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله انصاري د اطلاع‌ رسونې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او له خبریالانو یې وغوښتل، چې د ژورنالېزم اخلاقو ته ژمن پاتې شي او خپلې خپرونې دې د ژورنالېزم له اصولو سره سمې خپرې کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري، چې د روان کال په ترڅ کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپرونې به د خپرنیزو تګلارو له مخې چمتو او خپرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې ولایت له ځینو سیمه ‌يیزو راډیوګانو هم لیدنه وکړه او له رسنیزو مسؤلینو سره یې د ګټورو او اغېزمنو خپرونو پر جوړولو خبرې وکړې.

۱۴۴۶/۱۰/۱۷ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

لغمان کې یوه لرغونې سیمه کشف شوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو دایمي پنډغالي سره د تورغره په لمن کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې تاریخي مخینه یې د بودیزم دورې ته رسیږي.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

BACK TO NEWS