د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس د زابل له مرستیال والي او قلموالو سره ناسته وکړه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۲۹
بلات

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د یوه پلاوي په ملتيا د زابل ولایت له مرستیال والي مولوي محب الله حماس او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همږغۍ د یاد ولايت له مشهورو او مخورو قلموالو سره جلا علمي او فکري ناستې وکړې.
په پیل کې د زابل ولایت مرستیال والي مولوي محب الله حماس یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د جهادي ارزښتونو عمومي ریاست له چارو یې خوښي څرګنده کړه، ښاغلي حماس د یاد رياست فعالیتونه مهم وبلل او په اړونده برخو کې یې ورسره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح ‌الله نوراني د جهادي ارزښتونو عمومي ریاست د چارو پر اهمیت، اړتیا او د ولایتونو په رول تفصیلي خبرې وکړې، ښاغلي نوراني زیاته کړه، موږ د ټولو جهادي ارزښتونو په راټولولو او راتلونکو نسلونو ته یې د رسولو په برخه کې هلې ځلې کوو، همدا راز مو د شهيدانو د سوانحو او ژوندلیکونو په را ټولولو کې له پوره دقت څخه کار اخیستی دی. 
له قلموالو سره د ليدنې په ترڅ کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د زابل ولایت د مجاهدینو تاریخي کارنامو ته اشاره وکړه او د تېرو شلو کلونو د مبارزو او سرښندنو یادونه یې وکړه، نوموړي وویل: د اسلام او خاورې دښمنانو د مجاهدینو سپېڅلی جهاد د رسنیو او کتابونو له لارې تحریف کړی، چې علت يې جهادي تاریخ ته نه پاملرنه ده.
مولوي نوراني زیاته کړه؛ اوس چې په هېواد کې امنیت تأمین شوی، دا یو مناسب فرصت دی، چې د مجاهدینو او شهیدانو ریښتینی تاریخ تدوین شي او د مستندو لیکنو او کتابونو له لارې راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
په پای کې قلموالو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د جهادي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې یې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۹/۲۴ ق
۱۴۰۴/۱/۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS