د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس د کندهار له والي سره وکتل
د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني او ورسره مل پلاوي د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند سره د جهادي ارزښتونو د راټولولو او ساتنې له پاره د همږغۍ رامنځته کولو په موخه وکتل.
د ناستې په پیل کې د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند راغلي پلاوي ته تود هرکلی ووایه او د جهادي ارزښتونو د ساتنې د عمومي ریاست له هڅو یې ستاینه وکړه.
ورپسې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د ریاست د مهمو فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.
نوموړي وویل: یاد ریاست د هغو مجاهدینو، شهیدانو، او د جهادي ډلګیو د مشرانو سوانح راټولوي، چې د اسلامي نظام د بریا لپاره یې نه ستړې کېدونکې قربانۍ ورکړې.
ښاغلي نوراني زیاته کړه؛ د دې ارزښتمنو قربانیو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د سپارلو لپاره جهادي موزیم او آرشیف جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، تر څو د مجاهدینو تاریخي میراث خوندي پاتې شي.
په پای کې د کندهار والي د جهادي ارزښتونو د ساتنې له عمومي ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ارزښتونه د ټولنې د معنوي پانګې برخه ده او باید په پوره امانتدارۍ سره وساتل شي.
۱۴۴۶/۹/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۹ ل
