زابل کې د محمد هوتک له مزار څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۴۵
زرذ

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد د دې ریاست د نورو مسؤلينو په ملتيا په سیوري ولسوالۍ ممو کلي کې د محمد هوتک له مزار څخه لیدنه وکړه.
محمد هوتک د داود خان هوتک زوی او د قادر خان هوتک لمسی  په ١٠٨٤ﮬ ق کال د کندهار  په کوکران کې وزیږیده، د پښتو ژبي لیکوال او شاعر و، چې د هوتکیانو په پيړۍ کې په کندهار کې اوسیده او د افغان واکمن اعليحضرت شاه حسین هوتک په امر یې خپل تر ټولو نامتو اثر پټه خزانه ولیکله، نوموړی لیکوال او شاعر په ١١٥٠ ﮬ ق کال د نادر افشار په لاس د کندهار تر سقوط وروسته د کلات سیوري ته راغلی، هلته یې کلیوالي ژوند پیل کړ، د عرفان او سلوک لاره یې ونیوه او د یوه لوی روحاني شخصیت په توگه یې ژوند تیراوه، نوموړی د احمد شاه بابا د واکمنۍ تر لومړیو کلونو پورې ژوندی و، چې د ممو کلي او ممو کاریز په نامه یې یو کلی او کاریز اوس هم په نامه دي او د دې کلي په څلور کیلومترۍ کې د سرې درگۍ په هدیره کې ښخ دی. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې زیارت ټولې سیمې له نږدې ولیدې او دا یې د زابل ولایت لپاره یو تاریخي زیارت یاد کړ، نوموړي وویل: د دې زیارت تر څنګ د استنادي دیوال او پر زیارت د ودانۍ د جوړولو  لپاره به کار وکړي.
د یادونی وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري، چې د تاريخي ابدو او تاریخي ځایونو جوړېدو او ثبت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS