بلخ کې له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان د فريلانسينګ زده کړو له ترلاسه کولو فارغ شول

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۸:۵۶
afghasnatin

په دغه فراغت غونډه کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار ځوانانو ته هر اړخیزه علمي وینا وکړه او زیاته یې کړه؛ ځوانان باید دغه فراغت د خپلو زده‌کړو پای ونه بولي، بلکې د نورو کاري او علمي برنامو او د لا نورو لاسته راوړنو په تکل کې واوسي.
نوموړي وویل: ډېر د خوښۍ ځای  دی، چې نن زموږ ګڼ شمېر ځوانان د یوې مهمې درې میاشتنۍ تخنیکي او ښوونيزې دورې په پای ته رسولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
ښاغلي ضرار ځوانانو ته په خطاب کې وويل: تاسو چې کومې زده کړې ترلاسه کړې لا دوام ورکړئ او دغه علم یوازې د مادي ګټو تر حده محدود نه کړئ بلکه له هغه څخه د هيواد د پیشرفت او ترقۍ لپاره هم کار واخلئ.

ور پسې د اکتید مؤسسې د تعلمي برخې مسؤل مسيح الله اميري د اکتید مؤسسې په استازولۍ خبرې وکړې، نوموړي وويل: د اکتید مؤسسه په داسې برنامو کار کوي، تر څو د ځوانانو د راتلونکي لپاره مهمې وي او د دوی راتلونکی تضمين کړي.
د یادولو وړ ده، چې د فريلانسينګ پنځه واړو برنامو څخه ٣٢٦ تنه ځوانان فارغ شوي دي او په دغه موده کې يې يو شمېر فارغ شوو ځوانانو کابو ۲۳۲۰۰ امريکايي ډالره عايد ترلاسه کړي دي.

١٤٤٦/٨/١٠ ھ ق
١٤٠٣/١١/٢١ ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

BACK TO NEWS