د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري رغښت یو ورځنی سمینار جوړ شو

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۶
لاتن

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونیز مرکز کې څه باندې اتیا تنو زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري رغښت تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينار جوړ شو.
ياد سمينار د ځوانانو د فکري رغښت د لوړولو په موخه جوړ شوی و، چې پکښې د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه، د پکتیکا پوهنتون استاد محمد عمر صلاح الدین او د ښوونیز مرکز استادانو ګډون درلود.
د سمينار وړاندي کوونکي استاد محمد عمر صلاح الدین د فکري جګړې په تاريخ، په اسلام کي د فکري روزنې ارزښت، پر ذهنيتونو د يادې روزنې اغېز او پر وړاندې يې د چمتووالي او مبارزې اړوند اړين او چمتو شوي معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل: اوسني ځوانان بايد خپل ذهنونه، کلتور، ملي ارزښتونه، صورت او اخلاق د غربي فکري جګړې څخه خوندي وساتي او پر وړاندي يې په کلک هوډ سره ودرېږي او مبارزه وکړي.
د یاد سمينار ګډونوالو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې وستايلې او د ورته سمينارونو د ترسره کولو غوښتنه يې وکړه.
د سمینار په پای کې ټولو ګډونوالو ته د فکري روزنې کتابونه هم ډالۍ شول.

۱۴۴۶/۸/۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS