۹۷ قلمه لرغوني آثار ملي موزیم ته انتقال شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۴۵
ززز

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست له لوري ۹۷ قلمه بېلابېل لرغوني آثار ملي موزيم ته انتقال شول.
د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلین وايي: ۹۷ قلمه لرغوني آثار، چې د لوګر د مس‌عینک او د کابل د بګراميو ولسوالۍ د شېوه کيو سټوپې له لرغونو سیمو څخه کشف شوي وو، له لومړنۍ پاک ‌کارۍ، بیارغونې او ثبت وروسته ملي موزیم ته انتقال شول.
دغه آثار چې ملي موزیم ته لېږدول شوي پکښې خټين څراغونه، تیراکوتا، مهرې، د تار اوبدلو دوکې، ستنې، د رنجو سلايي، د مجسمو سرونه او بېلابېل لوښي شامل دي، دا آثار د جوړښت له مخې په ډبرينو، خټينو، ګچي، فلزي او د هډوکو په بڼو دي.
د لرغون پېژندنې ریاست رئیس ذبیح‌الله سادات وايي: تاریخي آثار د کلتوري عظمت نښه ده، چې د هېواد تاریخي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیز هویت ښيي، دا آثار د کوشاني، کوشاني-ساساني او ساساني-کوشاني دورو پورې اړه لري، چې د میلادي دویمې تر اوومې پېړۍ پورې تاريخي مخينه لري.
ښاغلي سادات ټینګار وکړ؛ چې د لرغونو آثارو ساتنه د یو هېواد د کلتور او تاریخ لپاره ډېر مهم رول لري، ځکه دا د پخوانیو انسانانو د تمدن نښې دي، د لرغونو آثارو ساتنه ضروري ده، ترڅو راتلونکي نسلونه يې له تاریخي او کلتوري ارزښت څخه خبر شي.

۱۴۴۶/۸/۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS