‏د ځوانانو چارو معین د خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو او استازو سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۰:۲۹
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ‏د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد نن په خپل کاري دفتر کې د هېواد د لسو خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو او استازو سره وکتل.
ښاغلي راشد په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کوونکو د کمیت پر ځای پر لوړ کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دا پر مونږ لازم دي، چې د ځوانانو خدمت وکړو او په اسلامي روحیه د دوی روزنه وکړو.
د ښاغلي راشد په خبره، د ځوانانو چارو معینیت تر دې دمه پورې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو سره په ژمني او بهاري سمسترونو کې د زده کړیالانو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د تخفیف تړونونه لاسلیک کړي دی او دا لړۍ به د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو ته وغځول شي.
د يادې غونډې په ترڅ کې د خصوصي پوهنتونو رئیسانو او استازو د خپلو خبرو پرمهال د ځوانانو چارو معینیت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه، تېر ته په پام سره اوسمهال د ځوانانو لپاره په پراخه کچه ملاتړ او فکري سمون د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې رامنځته شوي دی.
دوی د خصوصي پوهنتونو هغه ستونزې چې اوسمهال دوی ورسره مخ دي، له معین صاحب سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه، چې د معین صاحب لخوا ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه وشوه.

۱۴۴۵/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS