‎لغمان کې یوه لرغونې سیمه کشف شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۵
.......

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې د الینګار ولسوالۍ اړوند ساو درې (سی تن) کلي کې یې یوه لرغونې سیمه کشف او یو شمېر لرغوني اثار یې موندلي دي.
‏‎د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونو آبداتو د ساتنې مدیر وویل: د اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ یو پلاوي دې سیمې ته سفر کړی او د ځایي خلکو په مرسته یې د یادې لرغونې سیمې د کشف ترڅنګ ځینې لرغوني آثار هم موندلي دي، د لرغونو آبداتو د مدیر په وینا؛ دغه سیمه له میلاد څخه مخکې دورې پورې اړه لري، چې پکې یوه ډبرینه زینه، ۱۲په لاس کيندل شوې څمڅې او یو شمېر نور معماري شوي آثار موندل شوې دي. 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې دې ته ورته نورې لرغونو سیمو د کشف ترڅنګ ګڼ شمېر لرغوني آثار موندلي دي.

۱۴۴۷/۶/۲۳هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS