یاسین سالارزي د خوست له عامه کتابتون سره د ۳۰۰ کتابونو مرسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۵۲
یاسین سالارزي د خوست له عامه کتابتون سره د ۳۰۰ کتابونو مرسته وکړه

په اروپا کې مېشت افغان یاسین سالارزي د خوست له عامه کتابتون سره د ۳۰۰ کتابونو مرسته وکړه. د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد له یاسین سالارزي او د خوست له ځوانانو مننه وکړه چې تل یې د عامه کتابتون په بډاینه کې هڅې کړې دي. زاهد پر ملي سوداګرو او په ټوله کې پر خوست مېشتو غږ وکړ چې له دغه کتابتون سره مرسته وکړي. په همدې حال کې د خوست اوسېدونکی فرید قربان وايي چې د مرسته شویو کتابونو په مطالعې سره به زده کوونکي او محصلان وکولای شي چې په فکري لحاظ بیدار شي. د خوست په عامه کتابتون کې اوس مهال ۱۳۰۰۰ کتابونه شته چې د مطالعې مینوال، زده کوونکي او محصلان کولای شي په وړیا ډول یې ترلاسه او مطالعه کړي.

متون / د تلې ۲۸ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS