کوهبند ولسوالۍ کې د حق المبين کتاب سيالۍ پايلې اعلان شوې
د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت د پوهنې رياست په همغږۍ کوهبند ولسوالۍ کې له ۵۰۰ تنو ځوانانو څخه په حق المبين کتاب کې ازموينه اخستې وه، چې پايلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي کريم الله وثیق د غونډې ګډونوالو ته وویل: دا سيالي يې د اسلام مبارک دين د دښمنانو په اړه ځوانانو ته د عامه پوهاوي او معلوماتو ترلاسه کولو په موخه ترسره کړې وه، تر څو ځوانان د اسلام او اسلامي نظام دښمنان او د دوی مخربې او مضرې کړنې وپېژنې.
د ځوانانو چارو آمر اظهارالله عاصم وویل: دې سيالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو ځوانانو ګډون کړی وو، چې د پايلو تر اعلان وروسته ۱۵ تنه غوره ګډونوال د کمپيوټر، موبایل، بایسیکل او قرطاسيې په ورکولو سره وستايل شول.
۱۴۴۶/۵/۵/ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۷ هـ ل