کونړ کې د مطالعې کلتور د عامولو په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۵۴
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډو همکاریو د مطالعې کلتور د پیاوړتیا او عامولو په موخه لسګونو تنو ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې کړ.
د عامه کتابتونونو ریس دوکتور رفیع الله صمیم د مطالعې د ارزښت په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه ولایت ته یې د سفر موخه له فرهنګي ځوانانو سره ناسته او د دې ولایت د عامه کتابتونونو د وضعیت څیړل و، ښاغلي صمیم ژمنه وکړه، چې د کونړ ولایت د عامه کتابتونونو د لا غني کیدو او معیاري کیدو په برخه کې به پوره همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو دغه ډول سیمینارونو جوړول د مطالعې کلتور عامولو په برخه کې اړین وبلله او زیاته یې کړه، چې که غواړو هېواد مو پرمختګ وکړي او ولسونه مو هوسا ژوند ولري باید مطالعې ته په خپلو ورځنیو چارو کې ځانګړی وخت ورکړو.

۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS