کندوز کې له یو شمېر امارتي او خصوصي رسنیو څخه لیدنه وشوه

په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي مولوي ګلمحمد الیاس لخوا د دغه ولايت د ملي راډيو تلوېزيون امارتي رسنۍ سربېره د کندوز خصوصي راډیو او د اورانوس خصوصي تلویزیون له نشراتي څانګو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صاحب ګلمحمد الیاس د یادو رسنيو د لیدنې پرمهال مسوولینو ته وویل: ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې ډاډمن امنيت راغلی او له دغه لوئ نعمت څخه په ګټې اخيستنې ټولې هغه رسنۍ چې په کندوز ولايت کې فعالیت کوي، د دغه ولايت حقیقي انځور دې ولسونو ته منعکس کړي.
ښاغلي الیاس وویل: دا چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو ملاتړې اداره ده، ژمنه کوي چې د ټولو سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو غوښتنو ته به په وخت رسېدنه وکړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو په وينا؛ په راتلونکو ورځو کې د اطلاعاتو آمریت لخوا د پاتې رسنيو څخه هم لیدنه ترسره کېږي، ددې لیدنې یواځینۍ موخه د رسنيو او اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د ښې همغږۍ او د هغوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ د نشراتي چارو څخه ارزونه ده.
باید وویل شي، چې په کندوز ولايت کې له ۱۵ ډېرې غږیزې، انځوریزې او چاپي امارتي او خصوصي رسنۍ شتون لري، چې په نورمال ډول نشرات کوي.
۱۴۴۶/۴/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۱ هـ ل