کندوز کې د شمال ختيځ زون د وياندويانو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۰:۲۱
asad

دوشنبه ( ۲ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د غونډو په دوام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤلينو، د ياد زون د رسنيو او دولتي ادارو د وياندويانو او نشراتي مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
 په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال وویل: زموږ پوره هڅه داده، چې خبریالانو او رسنیو ته پر وخت معلومات ورسیږي، په همدې موخه مو په مختلفو زونونو کې د رسنيو او دولتي ادارو د وياندويانو ترمنځ د همغږۍ غونډې جوړې کړي، چې دا سلسله لا هم روانه ده، نوموړي زیاته کړه؛ دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لرو، چې د ځينو پرمختګونو شاهدان تاسو هم ياست.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې خبریالانو او د رسنیو استازو ته هم نوبت ورکړل شو، دوی خپلې پوښتنې، وړاندیزونه، د کار په وړاندې خنډونه او ستونزې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست مولوي ضیاء الحق حقمل ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.
ښاغلي حقمل د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هيواد کې د نافذه قوانينو سره سم د رسنيو او خبريالانو هر اړخيز ملاتړ خپل مسؤليت ګڼي، رسنۍ هم باید د اسلامي امارت له پاليسۍ سره سم فعاليتونه ترسره کړي، همدا راز نوموړي زياته کړه؛ د غربي رسنیو کار شخصي حریم ته ننوتل دي، چې دا له هر ډول رسنيزو قوانينو سرغړونه ده، موږ به د خلکو د عزت ساتلو لپاره هڅې کوو.

۱۴۰۳/۸/۱۴ هـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۴ میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS