کندهار کې ګڼ شمير ځوانان د حرفوي زده کړو مرکز ته وروپېژندل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۵:۲۶
fg

 سه شنبه ( ۲۴ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د  (YHDO) مؤسسې په ګډه همکارۍ ۵۰ تنه ځوانان د حرفوي زده کړو مرکز ته وروپېژندل شول.
د اطلاعات او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وویل: دغه ۵۰ تنه ځوانان د ځوانانو چارو آمريت تر رهبرۍ لاندې د (YHDO) مؤسسې له لوري د حرفوي زده کړو مرکز ته وروپېژندل شول، چې د دریو مياشتو په موده کې به په تليفون جوړولو، خياطۍ او نورو مختلفو حرفوي رشتو کې زده کړي تر لاسه کړي، يادو زده کوونکو ته د ورځني مصارفو د ورکړې تر څنګ له زده کړو وروسته په اړوندو برخو کې يو مکمل کاري سيټ هم ورکول کيږي.
په ورته وخت کې ځوانانو خوښي څرګنده کړه، چې کسب زده کوي او وروسته به له همدې لارې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي برابروي، همداراز دوی د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه، تر څو بې کاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

۱۴۰۳/۵/۹ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۳۰ ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS