کلتوري پلاوي په چک ولسوالۍ کې د یو لرغوني مسجد څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
hhh

د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کلتوري پلاوي د چک ولسوالۍ له تاريخي آبدو څخه د ليدنې په لړ کې له یو لرغوني مسجد څخه ليدنه وکړه.
یاد مسجد د چک ولسوالۍ نيک پایکول درې په زويه کلي کې د چهل ګزيانو هدیرې په نوم سيمه کې موقعيت لري، چې د چهل ګزي زیارت تر څنګ سلګونه کاله وړاندې ودان شوی دی.
 د ليدنې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي وويل: لرغوني مساجد د الله تعالی کور او زموږ د تېر کلتور او تمدن نښې دي، دا چې ياد جومات ډېر پخوا جوړ شوی، نو د سيمې له خلکو مو غوښتنه ده چې ترې ساتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست په تېر يو کال کې د ميدان وردګو ولايت په يو شمېر ولسواليو کې لسګونه تاريخي آبدې ثبت کړي، چې پکښې لرغوني زیارتونه، تاريخي کلاګانې، مساجد او د کوشانیانو د وخت سټوپې شاملې دي.

۱۴۴۶/۳/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۳۱ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS