کاپیسا کې د (ګل زرد/ژړ ګل) په نوم لویه مشاعره ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۴۳
…

پنج شنبه( ۳۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کاپیسا ولایت په مرکز کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ګل زرد په نوم لویه مشاعره ترسره شوه. 

یاده مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خيرالله خیرخواه، د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، د خپرونو چارو سرپرست معین مولوي ضیاء الحق حقمل، د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، ګڼ شمېر نورو مسؤلینو، د بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو، لیکوالانو، متنفذینو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي ملا خيرالله خیرخواه وويل: هغه څه باید په ژبه ټولنې ته وړاندې کړو چې خیر رسوونکي وي،
‏ښاغلي خيرخواه زیاته کړه اوس ددې وخت رارسېدلی چې ټول په يوه غږ د اسلامي نظام د لا پياوړتيا، د هېواد د پرمختګ، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي او د هېوادوالو د لا هوساينې لپاره کار وکړو او د نظام او هېواد د دښمنانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتیق الله عزيزي وویل: مشاعرې د روزنې يو ښه بستر دی او شاعران او ليکوالان بايد په خپلو شعرونو او ليکنو کې د اسلامي نظام د استحکام، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي، د ملت او حکومت د نږدېوالي، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.

همدا ډول شاعرانو خپل شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو له لوري په تودو ولولو او احساساتو بدرګه شول.

مشاعره د کاپیسا د والي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په اختتامیه دعا پای ته ورسېده. 

۱۴۰۳/۲/۲۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۹ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS