کاپیسا کې د سیرت النبي(ص) سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۱:۴
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د غازي میر مسجدي خان د لېسې په انګړ کې په جوړه شوې غونډې کې چې د ځايي حکومتي ادارو یو شمېر مسؤلینو شتون درلود، د سیرت النبي(ص) سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، ۵۵۰ تنو زده کوونکو په دې سیالۍ کې ګډون کړی و او مسؤلینو د سیالۍ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له وخت څخه سالمه استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده، د سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر، دویم او درېیم مقام ګټونکي ته یو یو ځیرک تیلفون د ډالۍ په توګه ورکول شول.

۱۴۴۷/۳/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

BACK TO NEWS