کابل کې د ځوانانو اقتصادي پياوړتيا مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۱
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت اړوند د ځوانانو اقتصادي پياوړتيا مرکز د کار او کسب د زده کړو څخه په کابل کې ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت د رضاکارو ځوانانو او سالمو افکارو د ترویج رئیس قاري حمدالله سعید، د ځوانانو د برنامو د تنظیم رئیس حضرت الله شریفي، یو شمېر نورو مسؤلینو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړې وو.
ښاغلي حضرت الله شریفي وویل: د دغه برنامو څخه موخه ځوانانو ته د کار زمینه برابرول او د غیر قانوني مهاجرت مخنیوی دی او داسې پروګرامونه جوړول د ځوانانو په پرمختګ کې ګټور دي.
دغه راز فارغ شویو ځوانانو وویل: داسې پروګرامونه د ځوانانو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره اړینې دي او د دغو پروګرامونو د لا پراخوالي ډېروالي غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې فارغ شویو ځوانانو د مبایل، کمپیوټر او یخچال جوړولو په برخه کې ۳ میاشتې زده کړې ترلاسه کړي دي، چې ټولو فارغ شویو ځوانانو ته د عملي کار لپاره تخنیکي وسایل هم ورکړل شول. 
۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS