ښرنه کې د امـارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان او غوره ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۳:۴۹
123e

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنې ریاست په همږغۍ د مرکز ښرنې له (۱۲۸۰) تنو طالب العلـمانو، زده کوونکو او ځوانانو د امـارت پېژندنې کتاب سيالۍ اخیستل شوې آزموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او دېرش تنه غوره ګډونوال يې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه، د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د ملي راډیو ټلویزیون آمر مـولوي سید اکبر عفان، د بېلابېلو ادارو مسؤلينو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي، د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبرولو په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوي.
د يادې سيالۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته لیپټاپ کمپیوټرونه، تر لسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته مبايلونه او تر دېرشم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې او کتابونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د مرکز ښرنې تر څنګ په شلو ولسوالیو کې ترسره شوې، چې شاوخوا شپږ زرو کسانو پکې ګډون کړی و او درې میاشتې یې دوام وکړ.

۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS