ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د ترکيې له سفير سره د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن په کابل کې د ترکيې له سفير سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان او ترکيې ترمنځ په بېلابېلو برخو په تېره بیا فرهنګي برخه کې د ښو او دوستانه اړيکو يادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.
دغه راز په دې کتنه کې د فرهنګي مرکز او د آرشيف مديريت د جوړولو، د دواړو هېوادونو د راډيو ټلويزيونونو ترمنځ د همکاريو، د هنر او سينما د کارکوونکو او خبريالانو لپاره د خوندیتوب پروګرامونو د برابرولو په برخه کې د ترکيې د همکاريو په اړه بحث وشو.
وروسته د ترکيې سفير په یادو برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته د خپل هېواد همکاري څرګنده کړه.
همدارنګه په کتنه کې په هرات کې د ترکيې قونسل ډاکټر سنان ايلخان د «التحفة القادرية» څو کتابونه چې ابن منير له ١٧٢٢ تر ١٧٧٢ کلونو پورې د احمد شاه بابا په دربار کې د عبدالقادر ګيلاني په مدح کې په پښتو ژبه ليکلي او د ډاکټر سنان ايلخان په هڅو راټول شوي او «تيکا» بنسټ چاپ کړي دي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته ورکړل.
د يادونې وړ ده چې دغه کتاب د کميابو آثارو له جملې څخه دى چې ډاکټر سنان ايلخان د پولند له يوه آرشيف څخه ترلاسه کړی دی.
کابل/ د زمري ۱۸ مه/ باختر
