ځوانانو چارو معینیت له اسلامک ريليف مؤسسې سره د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
چهارشنبه( ۴ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د افغانستان لپاره د اسلامک ریلیف مؤسسې له رئیس ښاغلي محمد ذوالقرنین عباس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې يې د اووه برنامو د تطبيق په موخه د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسليک کړ.
په یاده کتنه کې د ځوانانو چارو معين ښاغلي راشد د افغانستان لپاره د اسلامک ریلیف مؤسسې رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځوانانو په عمومي وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ هڅه کوو چې ځوانانو ته ورځ تر بلې ښه فرصتونه او آسانتیاوې برابرې کړو.
ورپسې د اسلامک ریلیف مؤسسې رئیس ښاغلي عباس د ځوانانو د تعليمي، تحصيلي او کاري خدماتو په برخو کې د ځوانانو چارو معینیت هڅې وستایلې او د ځوانانو له پاره د پلان شوو کارونو او پلانونو په اړه یې معلومات ورکړل.
د غونډې په پای کې د ځوانانو چارو معینیت او اسلامک ريليف افغانستان مؤسسې تر منځ د ۱۳۱ ميليونو افغانيو په ارزښت د همکارۍ دوه اړخيز تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې اووه برنامې تطبيق او د کابل، بلخ او ننګرهار زونونو ۱۸۲۵ تنه ځوانان به ورڅخه مستفيد شي.
۱۴۰۳/۸/۱۶هـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۶ ميلادي