ځوانانو بايد خپل ټول توان د اسلام، نظام او ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لپاره مصرف کړي
يادې څرګندونې نن پنجشنبه1445/6/14 ه ق
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه،
د دغه وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د آنلاين سوداګرۍ (فريلانسينګ) تخصصي مرکز په فراغتغونډه کې وکړي.
ځوانان بايد خپل ټول قوت د اسلام، نظام او هېواد
د آبادۍ او ترقۍ لپاره مصرف کړي او تل په دې فکر
کې سي، چې د ټولنې لپاره خدمت وکړي او په دې برخه
کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
د هېواد ځوانان بايد خپل فکرونه د قيادت، ترقۍ او د هېوادوالو د خدمت لپاره عيار کړي او خپلې تحصيلي او کاري وړتياوې دې لوړې کړي.
د اسلاميامارت په راتګ سره ځوانانو ته کاري فرصتونه
برابر سوي دي او له دې موقع دې استفاده وکړي.
د اختلافاتو، ناخوالو او جګړو وخت تېر سوی دی،
د کار، زيار خدمت او روغونې وخت دی، راځئ ټول
هغه څه شاته پرېږدو چې د ملت او ټولنې د پرمختګ
مخه نيسي.
ياد پروګرام په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا د ځوانانو د تخصصي زدوکړو د فراغت وروسته جوړ سوی وو، چې په لسګونه ځوانان د آنلاين سوداګرۍ له تخصصي زده کړو څخه فارغ سول.
