پکتیکا د نبوي سیرت کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۵۳
..

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د همکارو ادارې په ګډو همکاریو د  ۴۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د نبوي سیرت کتاب لوستنې سیالۍ ترسره او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب وویل: د یادې سیالۍ موخه د مطالعې دود پیاوړتیا، د ځوانانو دیني پوهې کچې لوړول او د سالم رقابت رامنځته کول و.
په سیالۍ کې ګډونوالو زده‌ کوونکو د ورته پروګرامونو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او په ښوونیزو، فکري او نورو اړینو برخو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې له لومړي مقام ګټونکي څخه تر پنځلسم مقام مخکښو ګډونوالو ته لپټاپ کمپیوټرونه، لاسي ساعتونه او نورې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS