پکتیا کې نوښتګر ځوانان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۵۹
...

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د دغه ولایت هغه نوښتګر ځوانان، چې په کمو امکاناتو یې ډول ډول کاریدونکي توکي او تجهیزات جوړ کړي وو، وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د معیاري نوښتونو په اړه د ځوانانو معینیت لخوا جوړ شوي طرزالعمل هم تشریح کړ.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د نوښتګرو ځوانانو ترسره کړې کړنې وستایلې او غوښتنه یې وکړه، چې خپلې هڅې لا زیاتې کړي ترڅو په نورو برخو کې هم نوښتونه وشي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس نوښتګر ځوانانو ته د هر ډول همکاریو پوره ډاډ ورکړ او ویې ویل: د اسلامي امارت مسؤلین نوښتګرو ځوانانو سره د همکاریو ترسره کولو ته ژمن او خپل مسؤلیت یې بولي.
په دغه غونډه کې یو شمېر نورو وینا کوونکو هم د نوښتګرو ځوانانو هڅې او نوښتونه وستایل او د نوښتونو په ارزښت او اړتیا یې خبرې وکړې، وینا کوونکو د ځوان قشر د اهمیت او مسؤولیت په هکله وویل: نن په ټولنه کې د اسلامي نظام ټینګښت په برخه کې ځوانانو ته ستر خدمتونه او مسؤولیتونه متوجه دي، چې باید په ډېر اخلاص سره یې اداء او هېواد ته د نوښتونو او مهارتونو له لارې مثبت او د پام وړ کارونه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې یوه برخه د نوښتونو نندارې ته ځانګړې شوې وه، چې د ځوانانو له لوري بېلابېل انټرنیتي سایټونه، تخنیکي توکي، د وسایطو بېلګې او تجهیزات نندارې ته وړاندې شول.
۱۴۴۷/۳/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS