پکتیا کې د هنري تابلوګانو یو ورځنی سمینار او نندارتون ترسره شو
د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمریت لخوا خطاطانو، انځورګرانو او نقاشانو لپاره د هنري تابلوګانو یو ورځنی سمینار وړاندې او نندارتون ترسره شو.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه راغلي مسلکي پلاوي لخوا انځورګرانو، نقاشانو او خطاطانو ته د اړوندو موضوعاتو په اړه نظري او عملي سمینار وړاندې شو، ورپسې د هنري تابلوګانو نندارتون پرانېستل شو، په دغه نندارتون کې د افسو مؤسسې او د پکتیا ولایت د نقاشانو او انځورګرانو له لورې په لسګونه مختلفې هنري تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلام وویل: دغه نندارتون او سمینار څخه موخه، د اسلامي شریعت په رڼا کې نقاشي، انځورګري او خطاطي کول دي، تر څو ټولنې ته ښه پیغام وليږدول شي، نوموړي زیاته کړه؛ پکتیا د انځورګرۍ، نقاشۍ او خطاطۍ په برخو کې ښه استعدادونه لري چې د هېواد په کچه يې ښه مقامونه خپل کړي دي، خو غوښتنه يې ترې دا ده چې خپلې کړنې د اسلامي شریعت او نظام اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي، د ا.ا.ا په راتګ سره د خطاطانو، انځورګرانو او نقاشانو ملاتړ شوی، د دوی ستونزې او غوښتنې اورېدل کېږي د حل لارې چارې ورته لټول کېږي تر څو خپل هنر ته دوام ورکړي.
د پکتیا ولایت د خطاطانو او انځورګرانو اتحاديې رئیس استاد عرفان د دغه نندارتون پرمهال د اسلامي امارت له چارواکو او مسؤلینو څخه وغوښتل چې د خطاطانو، انځورګرانو، او نقاشانو ملاتړ او هڅونې لپاره دې د سمینارونو او نندارتونو جوړېدو ترڅنګ هغوی ته په اړوند برخو کې د کار زمېنه برابره شي، تر څو دغه هنر راتلوونکي نسلونو ته پاتې شي او دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون او سمینار په پای کې یو شمېر انځورګرانو، نقاشانو او خطاطانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
۱۴۴۵/۶/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۶ هـ ش
