پکتیا کې د حسن قرائت سیالي ترسره شوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۵۸
....

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت له لوري د حافظانو هڅونې په موخه د حسن قرائت سیالي ترسره چې سلګونه تنو پکې ګډون کړی وو.
د دغه سیالۍ په پیل کې  د پکتیا ځوانانو چارو آمر سیف الرحمان وهاج وویل: موږ هڅه کوو، چې د ځوانانو د ښې همغږۍ او پرمختګ لپار علمي پروګرامونه زیات کړو؛ همدارنګه ښاغلي وهاج زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به د حسن قرائت سیالۍ د هېواد په کچه ترسره کوي، چې دغه سیالي به څو ورځې دوام وکړي.
ورپسې یو تن ګډونوال وویل: د ځوانانو چارو آمریت د دغه اقدام ستاینه او مننه کوو، چې د حسن قرائت سیالۍ ازموینې زمینه یې برابره کړې ده.
په پای کې د حسن قرائت سیالۍ  لس تنه مخکښ ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۹/۲۶ هـ. ق
۱۴۰۴/۱/۶ هـ. ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۷:۵
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: افغانستان او ایران ګډ کلتوري او تاریخي مشترکات لري

شنبه ( ۲۹ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي او ورسره پلاوي سره وکتل.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۵۲
Background image

په ټول هېواد کې د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله اختريز پيغام ووېشل شو

د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالی د کوچني اختر په مناسبت اختريز پيغام په رسنيو، بازارونو او عامو خلکو په پراخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

پکتیا کې د قران عظیم الشان نندارتون جوړ شو

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمريت له لوري ولايت مقام سره په همږغۍ د روژې مبارکې مياشت په مناسبت د قران عظیم الشان يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتیا د علماوو. . .

BACK TO NEWS