په کابل کې د انلاین سوداګرۍ (فريلانسينګ) دوهم روزنیز مرکز پرانیستل شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۳:۲۴
...

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین په کابل کې د انلاین سوداګرۍ دوهم روزنیز مرکز پرانېست.
  قاري محمد یونس راشد د ياد مر کز په پرانيست غونډه کې وويل:  د دې پروګرام له پیلولو یې موخه ځوانانو ته د انلاين تجارت روزنه، ځوانانو ته د انلاین کار پیدا کول او د هغوی د اقتصاد پیاوړی کول دي.
  د ياد مرکز يو تن ښوونکي چي شاوخوا (٧٠٠٠) زره ډالره عايد لري وويل چي دغه روزنيز پروګرام ډېرې ګټې لري او کولاى شي د ځوانانو سره د انلاين سوداګرۍ په برخه کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چي ياد پروګرام د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په مالي مرسته او دځوانانو چارو د معینیت او د کاناډا د انستيتوت له خوا پلي کيږي.

۱۴۴۵/۵/۲۰ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۱۳ ھ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS