په پروان کې د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړه شوه
نن چهار شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۱هـ ق) په پروان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشرۍ د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړه شوه.
د يادې کمېټې لومړنۍ ناسته نن د پروان اطلاعاتو او کلتور رياست کې وشوه، چې ټولو غړو يې ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د ناستې ګډونوالو ته د کمېټې د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معينيت په هدايت په هر ولايت کې د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړېږي، چې د رسنيو تېروتنو او ستونزو ته د حل لارې چارې برابروي.
په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې رسنۍ به داسې خپرونې نه کوي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وي، د رسنيو او دولتي اداراتو کارمندانو ته به اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د پوهاوي يو پروګرام جوړ کړی شي.
