په پروان کې د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړه شوه

wali_admin
Wed, May 31 2023 2:09 PM
په پروان کې د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړه شوه

 

نن چهار شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۱هـ ق) په پروان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشرۍ د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړه شوه.
د يادې کمېټې لومړنۍ ناسته نن د پروان اطلاعاتو او کلتور رياست کې وشوه، چې ټولو غړو يې ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د ناستې ګډونوالو ته د کمېټې د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معينيت په هدايت په هر ولايت کې د رسنيزو تېروتنو کمېټه جوړېږي، چې د رسنيو تېروتنو او ستونزو ته د حل لارې چارې برابروي.
په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې رسنۍ به داسې خپرونې نه کوي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وي، د رسنيو او دولتي اداراتو کارمندانو ته به اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د پوهاوي يو پروګرام جوړ کړی شي.

تازه ترین اخبار

Mon, May 18 2026 3:30 PM
Background image

Book Exhibitions Held Across Several Provinces in Commemoration of Book and Reading Week

In commemoration of Book and Reading Week, book exhibitions have been organized across a number of provinces throughout the country. The exhibitions feature hundreds of titles in the. . .

Mon, May 18 2026 3:26 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 1 Dhul-Hijjah 1447 AH, the Book Evaluation Commission of the Deputy Ministry for Publications Affairs at the Ministry of Information and Culture convened its regular session.. . .

Mon, May 18 2026 2:04 PM
Background image

Bayhaqi Bookstore Stall Inaugurated in Sar-e-Pul Province

A Bayhaqi bookstore stall was officially inaugurated in Sar-e-Pul Province by the Directorate for the Writing of the Holy Quran and the Publication of Bayhaqi Books, under the Ministry. . .

BACK TO NEWS