په پروان ولایت کې تاریخي آثار کشف او موزیم ته وسپارل شول
د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې شپږ قلمه تاریخي آثار کشف او د هغه ولایت موزیم ته تسلیم شول.
په دې اړه د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي وويل: د انګريزانو له لومړۍ جګړې څخه شپږ قلمه تاريخي آثار پاتې وو، اوس د دغه رياست موزیم ته وسپارل شول.
د ښاغلي صديقي په خبره، په دغه تاریخی آثارو کې يوه د ټانګ کامره، دوه د ښکار ټوپک او دوه ميله کلاشينکوفونه شامل دي، چې د سياګرد ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او د پروان سيمه ييز موزيم ته لېږدول شوي دي.
۱۴۴۵/۲/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲ هـ ش
