په هرات کې لسګونه ځوانان د فريلانسېنګ له پروګرام څخه فارغ شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱:۴۸
ml,kl

 نن دوشنبه د ( ۱۶ جمادی الاول ۱۴۴۶ ) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امریت له روزنيز مرکز څخه ٢٩ تنه ځوانان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د معين او د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، سیمه ییزو چارواکو او ځوانانو په شتون کې فارغ شول. 

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد د ځوانانو د استعدادونو په وده باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د فريلانسېنګ پروګرامونو په پيل سره زيات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. 
همدارنګه ښاغلي راشد زیاته کړه؛ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د پیدا کولو په موخه د فريلانسېنګ زده کړو پروګرام پیل شوی، چې مثبتې پایلې یې درلودې. 

ور پسې د هرات ولايت مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي له دغه پروګرام څخه فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ وويل؛ هیوادوال د کار پيدا کولو ترڅنګ د اقتصاد د پياوړتيا او د بېوزلۍ د کمولو لپاره د انلاين سوداګرۍ یا فريلانسېنګ په برخه کې لا زياتې پانګونې او کار ته اړتيا لري. 

دغه راز يو شمېر ځوانانو چې په هرات کې يې د فريلانسېنګ په دغه تخصصي روزنيز کورس کې ګډون کړى و، خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه؛ د انلاين کاري مهارتونو په ترلاسه کولو سره يې په نړيوالو بازارونو کې مناسب کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي. 

د يادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو معینیت له لوري د تېرو دوو کلونو راهيسې د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کې ځوانانو ته د کار موندنې او د وړتيا لوړولو په موخه د فريلانسېنګ زده کړو روزنيز کورسونه پيل کړي دي. 

۱۴۰۳/۸/۲۸ ه‍ ش
۲۰۲۴/۱۱/۱۸ میلادی

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۲۸
Background image

پروان کې لسګونو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کانکور پروسې په اړه د ځوانانو د پوهاوي په موخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور لسګونو تنو برخه اخیستونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS