په نورستان کې  رضاکارو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۵۴
..

د نورستان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ له يو شمېر رضاکارو ځوانانو  سره د ځوانانو چارو امریت په همږغۍ  مشورتي ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته اطلاعاتو اوکلتور رياست کې جوړه شوې وه چې پکې د ټولو ولسواليو استازو برخه اخیستې وه.
په پیل کې اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بیان ټولنه کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې او ځوانان يې د ټولنې د ملا تیر او د وطن جوړوونکي وبلل، نوموړي وویل: یاده ناسته د ځوانانو ستونزو ته رسېدنې په موخه جوړه شوې ده، همدا راز يې د ځوانانو لپاره د ځوانانو چارو معينيت پروګرامونه او مسوولیتونه بیان کړل او په ځوانانو یې غږ وکړ، چې د خپلو ظرفیتونو لوړولو او ودې لپاره له مناسبو فرصتونو څخه ګټه واخلي.
په یاده ناسته کې یو شمیر رضاکارو ځوانانو د خپلو نظرونو شریکولو تر څنګ له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې هر ډول برنامو پلي کولو کې ورسره پوره همکار دي او ملاتړ یې کوي.


۱۴۴۶/۳/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۰ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

BACK TO NEWS