په ننګرهار کې د ولایتي ادارو ویاندویانو او رسنیو له استازو سره ناسته تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۲:۲۲
....

تېره ورځ د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ياد رياست رئیس قاري نورمحمد حنیف په مشرۍ او د خبریالانو خوندیتوب کمیټې په همکارۍ، د ولايتي ادارو له وياندويانو او د رسنيو له استازو سره ناسته تر سره شوه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، رسنۍ د هیواد او ملت ژبه وبلله، او د رسنیو له استازو يې وغوښتل، چې ملت او نړیوالو ته د افغانستان اوسنی وضعیت په سمه توګه وړاندې کړي، او په رسنیز ډګر کې د پوچو تبلیغاتو او درواغجنو خبرونو مخه ونیسي، همدا راز يې زياته کړه، چې ژر به په ننګرهار کې یو ګډ کمېسيون رامنځ ته کړي، چې د رسنيو ستونزو ته پر وخت رسيدنه وکړي. 
 په دغه ناسته کې د ختیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي او د غږیزو رسنیو اتحادیې مشر شفیق الله رحماني او نورو ژورنالېستانو له رسنیو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دوامداره ملاتړ او هڅو مننه وکړه.
د غونډې په جريان کې د ولایت ویاند قاضي ملا عادل، د امنیې قومندانۍ ویاند حاجي رئیس زابلي، د سرحدي لوا ویاند راشد، استخباراتو ریاست ویاند منصور حبیب زی، دریمې پلې لوا ویاند فخرالدین صدیقي هم په خپلو خبرو کې په دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ.

۱۴۴۴/۷/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS