په ننګرهار کې د ماشومانو لپاره يو مجهز کتابتون جوړ شو

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۲۰:۳۰
....

څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلینو په هلو ځلو په یاد ریاست کې، د جاپان هېواد او د شانتي رضاکاره ټولنې په مالي همکارۍ د ۱۳۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره د يو مجهز کتابتون جوړېدلو چارې پيل شوې، چې نن د سنبلې په شپږمه د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د اطلاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف او د رياست منسوبينو، د يادې موسسې استازي انجينر عنايت الله نصر، د کلي مشرانو او ځايي اوسېدونکو له لوري د پټۍ په پرې کولو رسماً پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي د شانتې رضاکارې ټولنې له مسؤلينو او له جاپان هېواد څخه مننه وکړه او ویې ويل: د تعليم له برکته په نړۍ کې پرمختګونه رامنځته کیږي. دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې نن موږ د ماشومانو لپاره په پاخه او اساسي ډول د يو مجهز کتابتون پرانیسته کوو.
د ښاغلي حنیف په خبره، دا کتابتون به هم د عامه کتابتون په شان د ماشومانو پرمخ خلاص او د دريو تنو استادانو له لوري به ماشومانو ته پکې زده کړې ورکول کیږي.

١٤٤٥/٢/١١ ھ ق
١٤٠٢/٦/٦ ھ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS