په ننګرهار کې د ايف ايم راډيوګانو له مسؤلينو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۴۶
sdvb

 د ننګرهار ولایت ايف ايم راډيوګانو مسؤلينو نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست رئیس قاري احسان الله ساجد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس مولوي ذبیح الله ذکي، او د اترا ادارې د ختیځ زون مسؤل رحيم الله شینواري سره د يو شمېر ستونزو د حل په موخه ناسته  وکړه.

د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي د ناستې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د ملاتړ او همکارۍ لپاره ژمن دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسؤل محمد آصف شینواري د ايف ايم راډيوګانو غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې د دوی ستونزې له اړوندو مرکزي ادارو سره شریکې کړي.

په پای کې مسؤلینو د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ايف ايم راډيوګانو ټولې غوښتنې او ستونزې به مرکزي ادارو ته د حل په موخه وړاندې شي.

۱۴۴۶/۶/۲۳ ھ ق
۱۴۰۳/۱۰/۵ ھ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS