په لوګر کې د یوه نوي چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ذاکر ارمان د نوي چاپ شوي کتاب (ملي ګټې او اقتصادي جګړې) تر عنوان لاندې د مخکتنې غونډه د یو شمېر مسؤلینو، د پوهنتون استادانو، لیکوالانو او ادیبانو په شتون کې ترسره شوه.
په پیل کې د ملي ګټې او اقتصادي جګړې کتاب لیکوال ذاکر ارمان د خپل نوي چاپ شوي کتاب پر تړاو له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک او ډاډ یې ورکړ، چې په دغه کتاب کې یې د هېواد د اقتصاد جوړونې، پرځان بساینې او له شته زېرمو څخه د ګټې اخیستنې یو شمېر لارې چارې ځای پرځای کړي، ترڅو لوستونکي ترې په ښه توګه ګټه پورته کړي.
ورپسې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل، هر هغه څوک، چې په علمي ډګر کې ورته هڅې کوي، پرې ویاړو او ډاډ ورکوو، چې د کتابونو په چاپ کې موږ د خپلو لیکوالانو ترڅنګ ولاړ یو او پوره ملاتړ یې کوو.
ښاغلي صمیم د ارمان د کتاب د اصطلاحاتو، مفاهیمو او محتوا پر تړاو خپلې نظریې شریکې کړې او لیکوالان یې وهڅول ترڅو په اقتصادي برخه کې نورې لیکنې هم وکړي او هېوادوالو ته یې په واک کې ورکړي.
۱۴۴۴/۱۲/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۰ هـ ش
