په لوګر کې د څلورو تاریخي آبدو ترڅنګ، شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاګانې کشف او ثبت شوي
تېره ورځ د په لوګر ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست مسلکي پلاوي له لورې د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ د څلورو تاریخي آبدو ترڅنګ، شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاګانې کشف او ثبت شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په وینا؛ دغه تاریخي آبدې او لرغونې سیمې د اسلام او له اسلام څخه وړاندې تاریخي دورو پورې اړوند دي، چې د دې ولایت د مرکز پل علم په ګډون خوښۍ، برکي برک، محمدآغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري.
د کلتور او ګرځندوی آمر محمد ګل تسل وویل: د یادو لرغونو سیمو، تاریخي آبدو او تاریخي کلاوو ترڅنګ ۱۹مشهور زیارتونه یې هم ثبت کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې لوګر ولایت د سیمې په کچه مشهورې لرغونې سیمې او تاریخي آبدې لري، چې په محمدآغې ولسوالۍ کې د عینکو د مسو لرغوني سیمه، دغه راز په برکي ولسوالۍ کې د سجاونډ او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ لرغونې سیمه د بیلګې په توګه یادولی شو دا مهال په لوګر کې ۱۲ لرغوني سیمې، ۱۶ تاریخي آبدې، شاوخوا شل تاریخي کلاوې، ۱۹ مشهور زیارتونه او ۶ تفریحي سیمې شتون لري، چې له دې ډلې دوه تاریخي آبدې رغول شوي دي.
۱۴۴۵/۹/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۱/۱۶ هـ ل