په لوګر کې د ا.ا.ا. په راتګ سره رسنۍ ښې لاسته راوړنې لري

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۲۲:۴۸
......

 

پورتنۍ څرګندونې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم چې د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي او د ځوانانو چارو آمر ذبیح الله جواد یې ملتیا کوله، د ملي راډیو تلویزیون او زینت خصوصي راډیو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.
ښاغلي صمیم د ملي راډیو تلویزیون او زینت خصوصي راډیو له رسنیزو خدمتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ا.ا.ا. په راتګ سره په لوګر کې رسنۍ ښې لاسته راوړنې لري او اقتصادي ستونزې یې هم انشاالله مخ پر کمېدو دي.
د ښاغلي صمیم په خبره، زموږ هېواد زیات کارکولو ته اړتیا لري، باید په ګډه ټولې رسنۍ هغه موضوعات او برنامې ټولنې ته وړاندې کړې، چې زموږ خلک یې غواړي او د اسلامي او افغاني کلتور سره برابرې وي.
دغه راز نوموړي ډاډ ورکړ، چې د رسنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ستونزو په حل کې هر راز همکاریو ته چمتوالی لري، شاغلي صمیم له رسنیو له استازو غوښتنه وکړه، چې د حقایقو په رسولو کې دې خپلې هڅې و نسپموي.


۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS