په فراه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شهیدې زمزمې تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه
په یاده مشاعره کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس محمد عبدالحي سباوون په ګډون د دې ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر فرهاد ایوبي، د ملي راډیو تلویزیون آمر قاري بدرالدین، د اطلاعاتو آمر فاضل فیاض، ګڼو ځوانانو، شاعرانو او نعت ویونکو ګډون کړی وو.
مشاعره د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مدیریت مدیر مولوي عبدالخالق روحاني د مشاعرې ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته د اسلام څخه مخکې د شعر او شاعرۍ په مخینه خبرې وکړې او له ټولو شاعرانو یې وغوښتل چې هڅه وکړئ، ترڅو په خپلو شعرونو کې د چا ښه والی او بدوالی بیان نه کړئ، بلکې په ټولنه کې دیني، اسلامي، شرعي، اصلاحي او نور مسایل را ژوندي او د بهرنیانو له ناوړو دودونو او کلتورونو سره خپله مبارزه ګړندۍ وساتئ.
ورپسې د مشاعرې ګډونوالو شاعرانو خپل چمتو کړي شعرونه وړاندې او په شعرونو کې یې په هېواد کې د اوسني نظام، خوندي امنیت، ایمانداره مسؤلینو د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ د ټولنې وګړو ته اصلاحي پیغامونه ورسول، دوی همدارنګه په ټولنه او داخلي چارو کې د پردیو لاسوهنې، وحشتونه او ظلمونه هم په سختو ټکو سره وغندل.
۱۴۴۴/۱۲/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۴ هـ ش
