په فاریاب کې۱۵۰ تنو زده کړیالانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز څخه ۱۵۰ تنو زده کړندویانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په یاده غونډه کې یو شمېر اداري مسؤلینو، د زده کوونکو والدينو او ځوانانو هم ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې د ادارې او مدیریت، کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخه کې هڅې کوي چې د هېواد د خدمت لپاره زده کړیالان وروزي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې په فاریغینو زده کړیالانو د فراغت سندونه وویشل شول.
۱۴۴۵/۲/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳۱ هـ ش
