په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات بیا ځل رغول کېږي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۲:۷
په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات بیا ځل رغول کېږي

په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وايي، چې په دغه ولایت کې د مسلمانانو د لومړني جومات ځینې برخې، چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي، د رغونې په موخه یې د سروې چارې پيل شوې.

ښاغلی مجاهد وايي، چې یاد جومات د اسلامي امارت له بودجې رغول کېږي.

په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات چې د غزني په زاړه ښار کې موقعیت لري او د مسلمانانو د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رض) په وخت کې کله چې غزني د صحابه کرامو په لاس فتح شو یاد جومات جوړ شو او ۱۴۰۰ کاله تاریخي مخینه لري. دغه جومات د غزني ولایت له تاریخي آبدو څخه هم ګڼل کېږي.

کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS