په غزني کې د امارت پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۱۶
asdfgh

په غزني ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امارت پېژندنې سترې سيالۍ پایلې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان او غوره ګډونوالو ته جایزې ورکړل شوې.
یاده غونډه د غزني ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکښې د سیمه ‌ییزې ادارې یو شمېر مسؤلینو، دیني علماوو او د سیالۍ ګډونوالو ګډون درلود.
دغه ازموینه د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ترسره شوې وه، چې د بېلابېلو امارتي او خصوصي ښوونځیو زده کوونکو پکښې ګډون کړی و.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د خپلې وینا پر مهال وویل: په دې سیالۍ کې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ګډون کړی و، چې پایلې یې په بشپړ شفافیت اعلان شوې، نوموړي د ګټونکو ګډونوالو د هڅو ستاینه وکړه او له ځوانانو یې وغوښتل چې د زده کړو او مطالعې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ددې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته ۲۰ زره افغانۍ، دویم مقام  ګټونکي ته ۱۰ زره افغانۍ، دریم مقام ګټونکي ته کمپیوټر، څلورم مقام ګټونکي ته بایسیکل او تر لسم مقام پورې ګډونوالو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۶/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS